IQNA

د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې دجوماتونو او د قرآنی مرکزونو په  ځاي خیمې لګول شوي دي

9:27 - September 24, 2023
د خبر لمبر: 3487999
ایکنا-(مراکش) په مراکش کې د انساني ارتباط دټولنې مشر سناءالوریاشي  له زلزله ځپلو سره  په مرسته رسونې کې ددغه هیواد د مدني ټولنو ا و اورګانونو پر رول په ټينګار سره په زلزله ځپلو سیمو کې د جوماتونو اود قرآن دحفظ دمرکزونو په ځاي د خیمو د لګولو خبر ورکړ.

ایکنا د  الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د مراکش د انساني  ارتباط دټولنې مشر سناءالوریاشي  ددغه هیواد له مدني اورګانونو څخه چې د الحوز زلزله ځپلو د ژغورنې ومرستو په عملیاتو کې ئې ګډون کړی ، په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،  دمراکش مدني ټولنې  ددغه هیواد له زلزله ځپلو سره  په مرستو رسونې کې په لومړۍ کرښې  کې دي.

هغه روښانه کړه ، په دغه پلان کې د سرپناه لپاره ، روغتیائي چارو  او تشنابونو  لپاره او دجومات ،ښونځي او نورو مرکزونو  لپاره د څو کاره خیمو  او ترپالونو تامینول  شامل دي اوپه دې زمینې کې  هغه خیمې چې   دجومات او د قرآن د حفظ د مرکز په توګه په نظر کې نیول شوي دي هم شامل دي. مور پلار د قرآن د حفظ په برخې کې د خپلو بچیانو  وقفې  په اړه اندیښمن دي  او همدااوس  دزلزله ځپلو کلو دښونځیو او جوماتونو  په ځاي خیمې په نظر کې نیول شوي دي. له بل پلوه  په دغو سختو شرائطو کې د تحصیلي کال له پيلیدا سره په یووخت ؛ هرچا چې یو ژوند وژغوره ټول انسانیَت ئې ژغورلی دی ؛ په قرآني شعار سره د یوې کمپنئ په پرانیستو سره  د طبی مرستو د کلینیکي مرکزونو او د ماشومانو د تفریحي ورکشاپونو  او دعمومي خدماتو  لپاره او دغه راز له اقتصادی اوټولنیز ژوند ته دکورنیو دبیرته ستنیدا سره د مرستو په باب پوهنو پشمول یو شمیر کمیټیانې د جوړیدا په حال کې دي چې ډیر زره به درستو زلزله ځپلو سیمو اوکلو ته ولیږدول شي.

 الوریاشي  همداراز په مرسته رسونې زمینې کې د ولسی تنظیمونو د ف  دفعالیت په باب د مراکش دحکومت دمخنیوي پهاړه په ټولنیزو  چینلونو کې خپرې شوي پروپیګینډې هم دروغ وبللې.

په عین حال کې  په دغې تراخې پيښې کې د مراکش د حکومت دناسم مدیریت په زمینې کې ډيرې پوښتنې شته دي. دمثال په توګه ،  سره له دې چې  دغه حکومت په رسمي توګه  دمراکش له زلزله ځپلو سره دصهیونیسټي رژيم  د مرستو دردولو خبر ورکړی ؤ،څه موده مخکې  د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې  ددغه رژيم د ټیمونو د شتون په باب ځينی ویډیوئي کلیپونه خپره شوي دي،حال دا  چې  ددوي له شتون سره  خلکو ښکاره مخالفت هم کړی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4170624

 

captcha